میدان وردګ !

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۰:۵
میدان وردګ !

د افغاني سرې میاشتې وروستي معلومات ښیي، چې میدان وردګ ولایت کې د تېرې شپې د ورښت او سیلابونو له امله جلریز ولسوالۍ کې ۳۱ تنه شهیدان شوي، ۱۵ تنه ټپیان شوي، ۱۱۰ کورونه ړنګ شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ته زیان اوښتی. دایمرداد ولسوالۍ کې سیلابونو ۹ کورونه ړنګ کړي چک ولسوالۍ کې ۱۶ کورونه ړنګ شوي او ۴ تنه ټپیان شوي. میدان ښار کې ۲ تنه شهیدان شوي، ۴ تنه ټپیان شوي او ۱۷ کورونه ړنګ شوي. جلریز ولسوالۍ ته له سیلاب څو ساعته وروسته د افغاني سرې میاشتې د روغتیاپالو او حوادثو ټیمونه د ټپیانو درملنې او د زیانممو لاسنیوي ته رسیدلي او د زیانمنو او ټپیانو لاسنیوی یې کړی. ۳۰ هغو کورنیو ته چې کورونه یې بشپړ ړنګ شوي د افغاني سرې میاشتې له لوري بیګاه خیمې، ترپالونه، د اوبو د ذخیره کولو وسایل او د پخلنځي اړین توکي وویشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS