د ترکیې په استانبول ښار کې د افغاني سرې میاشتې د رهبري غړو، د ترکیې د سرې میاشتې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره کړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۴۵
د ترکیې په استانبول ښار کې د افغاني سرې میاشتې د رهبري غړو، د ترکیې د سرې میاشتې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ درې اړخیزه ناسته ترسره کړه

‏د ترکیې په استانبول ښار کې د افغاني سرې میاشتې د رهبري غړو، د ترکیې د سرې میاشتې او ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ افغانستان کې د بشري مرستو برخه کې د لاسته راوړنو، شته چیلنجونو، حل لارو او اغېزمنو خدمتونو په وړاندې کولو درې اړخیزه ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص افغاني سرې میاشتې سره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون او د ترکیې د سرې میاشتې د ملاتړ او مرستو د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د بشري خدماتو پر وړاندې پر شته ننګونو، نویو تګلارو او لازمو حل لارو خبرې وکړې.
ناسته کې د آرام سمندر د هېوادونو لپاره د IFRC مسؤل الګزینډر میتیو د افغاني سرې میاشتې کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او له افغانستان سره یې تلپاتې مرستو او همکاریو ته ژمنتیا وښوده. نوموړيډه همکاري او تفاهم د ستونزو د حل لپاره اړین وبلل.
ناسته کې درې واړو لوریو په لا ښه، اغېزمن او شفاف پرمخیون خبرې وکړې او ژمنه وشوه، چې اړمنو ته د مرستو په رسولو کې به یو بل ته د همکارۍ لاسونه ورکوي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS