افغاني سرې میاشتې هرات ولایت کې له راټولو کړای شویو سوالګرو سره میاشتنۍ نغدي مرسته پیل کړه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۱/۱۰/۲ - ۲۰:۱۰
افغاني سرې میاشتې هرات ولایت کې له راټولو کړای شویو سوالګرو سره میاشتنۍ نغدي مرسته پیل کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي پلازمېنه کابل کې سوالګرو سره د پرلپسې نغدي مرستې د ویش له بهیر وروسته هرات ولایت کې دافغاني سرې میاشتې له لوري د ۴۰۰ تثبیت شویو سوالګرو کورنیو له جملې ۱۳۰ سوالګرو کورنیو ته د میاشتنۍ نغدي مرستې، ورکړه پیل کړه. یاده پیل شوې پرلپسې میاشتنۍ مرسته کې د سوالګرو د کورنۍ هر وګړي ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي. افغاني سرې میاشتې په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې د کابل له ښاره د راټولو شویو سوالګرو د کورنیو له ۲۰۸۲ غړو سره ۴۱۶۴۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې، چې دا لړۍ لا هم روانه ده. تر دمګړۍ افغاني سرې میاشتې کابل کې د سوالګرو ۳۶۷ کورنۍ تثبیت او ثبت کړي، چې د دوی د کورنۍ هر غړي ته هره میاشت پرلپسې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکوي. د اړمنو سوالګرو د تثبیت او ثبت لړۍ لا هم روانه ده.

 

 

افغاني سرې میاشتې هرات ولایت کې له راټولو کړای شویو سوالګرو سره میاشتنۍ نغدي مرسته پیل کړه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS