د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۴:۴۲
د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

رضاکاران د افغاني سرې میاشتې لپاره حیاتي ارزښت لري، په همدې تړاو د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د جمادی الاولی په ۱۲مه د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په یاده غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق "خالص"، د یادې ټولنې مرستیال ښاغلي الحاج مولوي نورالدین "ترابي"، د نړیوال فدراسیون استازي ښاغلي رعد الحدید، د سور صليب استاﺯى او د مختلفو ریاستونو رئیسانو ګډون درلود. د غونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق "خالص" ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د رضاکارانه کړنو او رضاکارانو په ارزښت وغږید؛ چې دا يوه دينې، انساني او اخلاقي وجيبه ده، زیاته یې کړه "سره میاشت په حقیقت کې د رضاکارانو ټولنه ده. او په رضاکارانه کړنو ولاړه ده، ځکه خو دولتي ارګان هم نه ګڼل کیږي". نوموړي وویل " رضاکاران ددی ټولنې اساس او د ملا د تیر حیثیت لري، همداراز رضاکاران ددې ټولنې ژبه، سترګی او غوږونه دي. دوى په ټولنه کې مونږ ته اړمن وګړي راپیژنی، دوى د ولس ستونزې اوري او د ټولنې ترجمانی کوي، رضاکاران د ملی ټولنو لاس او پښې دي، د پيښې ته رسيدنه او ځواب وينه کې ددوى شتون اړين دى. سور واسکټ د صداقت او خدمت نښه ده ". نوموړي له رضاکارانو وغوښتل چې د الله تعالى رضا په نظر کی ونیسي او ددی ټولنې ريښتيني خدمتګار و اوسي".

 همدا راز نوموړي وويل:" دا مهال موږ په هيواد کې ۲۴۰۰۰ تثبیت شوي رضاکاران لرو خو دا زموږ ستونزو او پيښو ته بسنه نه کوي، ځکه دا مهال په ټول افغانستان کې ۵۴ زره قريي دي او مونږ هوډ لرو چې په هر کلې کې دوه رضاکاره ولرو ځکه چې کلیو کی د اړمنو وګړو غږ اوریدل د رضاکارانو په مټ شونى دى".

ورپسې د نړیوال فدراسیون استازي ښاغلي رعد الحدید د غونډې ګډونوالو او رضاکارانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل " رضاکارانه کړنې زموږ په دین او کلتور کی ځای او اصل لري". نوموړي زیاته کړه "د یو مسلمان په حیث موږ دا دنده لرو چی خپل ديني عالي اخلاق او اصول نورو سره شریک کړو. مونږ لپاره نړیوال بشری قانون ۱۴۰۰ کاله مخکی راغلی". نوموړي له رضاکارانو وغوښتل " چې تاسې باید خپل دیني ارزښتونه خلکو ته ورسوۍ". یاده غونډه د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئيس په لاس رضاکارانو ته د (برګ سبز تحفه درویش) ډالیو په ورکړې پای ته ورسیده.

 

د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

 

د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې له لورې په مرکزي ریاست کې د رضاکارانو د ستاينې او هڅونې په موخه نړیواله ورځ ولمانځل شوه!

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۲۵
Background image

د ځان‌ بسیاینې پر لور؛ هرات کې ۵۰ اړمنې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده‌ کړو ته شاملې شوې

پنجشنبه، ۲۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۵۰ هغه اړمنې او راستنې شوې مېرمنې د خیاطۍ حرفوي زده ‌کړو ته شاملې شوې، چې د طبیعي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۵۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس د آی سي آر سي له نوي مشر سره د بشري همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې

چهارشنبه، ۲۶ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس شيخ ‌الحديث شهاب‌ الدين دلاور او د نوموړي مرستيال حافظ عزيز الرحمن په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د آی سي آر سي له نوي مشر. . .

BACK TO NEWS