افغاني سرې مياشتې د واليبال لوبډلې د ليګ برتر واليبال په سياليو کې د هيواد په کچه دريم مقام خپل کړ!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۴:۲۲
افغاني سرې مياشتې د واليبال لوبډلې د ليګ برتر واليبال په سياليو کې د هيواد په کچه دريم مقام خپل کړ!

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د روﺯنې او هوساينې فرصتونه برابر کړي؛ په همدې موخه یې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ځوانانو او رضاکانو لپاره ښوونیز مرکزونه رامنځته کړي،چې په یادو مرکزونو کې هرکال زرګونه تنکي ځوانان په زده کړو او ورزشي فعالیتونو بوخت دي. چې له نيکه مرغه په دي ترڅ کې د ليګ برتر واليبال سيالۍ چې د هيواد په کچه په لار اچول شوې وې او په لسګونه لوبډلو پکې د هيواد د ګوډ ګوډ څخه ګډون کړى وو،په پايله کې د افغاني سرې مېاشتې د واليبال لوبډلې وکولاى شول چې د هيواد په کچه دريم مقام ترلاسه کړي چې دا د افغاني سرې مياشتې لپاره يو لوى وياړ او لاسته راوړنه ده.

همدارنګه ددې سياليو د غوره دفاع کوونکي لقب هم دافغاني سرې مياشتې لوبغاړى قارې صيب عادل شاه خپل کړى.د يادونې وړ ده چې دوه اونۍ مخکې دافغانې سرې مياشتې درې تنه د ټيبل ټينس لوبغاړو د هيواد په کچه دټيبل ټينس ملي ټيم ته لاره موندلې وه.

 

افغاني سرې مياشتې د واليبال لوبډلې د ليګ برتر واليبال په سياليو کې د هيواد په کچه دريم مقام خپل کړ!

 

افغاني سرې مياشتې د واليبال لوبډلې د ليګ برتر واليبال په سياليو کې د هيواد په کچه دريم مقام خپل کړ!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS