د زړه په سوري اخته ۳۶ تنه ناروغان د درملنې په موخه روغتونونو ته ور وپېژندل شول
د بېوزلو او اړمنو هېوادوالو لاسنیوی د افغاني سرې میاشتې په لومړیتوبونو کې دی، په همدې موخه یې د ربیع الاول پر ۳مه او ۷مه د زړه په سوري اخته ۳۶ تنه تثبیت شوي ناروغ ماشومان، چې کورنیو یې د درملنې او عملیات د لګښټ وس نه درلوده؛ د درملنې او عملیات په موخه کابل کې د فرانسویانو او باسط روغتونونو ته ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ناروغانو د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
