د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د جمعیت العلماء اسلام او د سیلام یاردم دیرینه ترکي خیریه بنسټونو مسؤلینو سره ولیدل!
نن سه شنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول په اوله، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د جمعیت العلماء اسلام او د سیلام یاردم دیرینه ترکي خیریه بنسټونو مسؤلینو محمد واید، اسد یعقوب او بلال واید سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل!
په پیل کې د افغاني سرې میاستې د مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د افغاني سرې میاشتې په اړه لنډ معلومات مقابل لوري ته وړاندې کړل، ورپسې یې په هغه اړتیاوو وغږېد چې اوسمهال افغاني سره میاشت ورته ضرورت لري.
مقابل لوري په وړاندې شویو معلوماتو خوښي وښوده، زیاته یې کړه پلان لري په نږدې راتلونکي کې د نغدي مرستو ترڅنګ په روغتیایي برخه کې د سترګو، د سوري زړه اخته ماشومانو او نورو برخو کې د تداوۍ او جراحي عملیاتو په موخه د متخصصینو ټیمونه راواستوي.
