افغاني سرې میاشتې کابل ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۲:۳۲
افغاني سرې میاشتې کابل ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړه!

افغاني سرې میاشتې د خپلو بشرپالو مرستو په لړ کې د صفرالمظفر پر ۲۶مه د کابل ولایت ۵۰۰ سروې شویو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.

یاده مرسته کې چې د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې،‏۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، یوه کیلو شین چای، ۲ پاکټه مالګه، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ bp5 بیسکیټ شامل وو؛ د کابل مرستون په انګړ کې د ترکیې د سرې میاشتې د مالي مسوول؛ ښاغلي اتیلاچتینر او یو شمېر نورو همکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

جمعیت هلال احمرافغانی برای ۵۰۰ خانواده بى بضاعت مواد غذايي مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمرافغانی برای ۵۰۰ خانواده بى بضاعت مواد غذايي مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS