د افغاني سرې میاشتې له لوري ارزګان ولایت کې بشري مرستې ترسره شوې!
د بشری مرستو په لړ کې د افغاني سرې میاشتې له لورې د صفر المظفر په ۲۴مه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او چنارتو ولسوالۍ کې ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه! چې د مرستې په دي ګیډۍ کې لاندي مواد شامل دي: ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو ګرامه وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۸ ګرامه کیلو لوبیا، یو کلیو چاي، دوه کیلو مالګه، ۵ کیلو بوره او یو پاکټ BP-5 بیسکوټ.
