دافغاني سرې میاشتې مالي مدیرانو ته د مایکروسافټ نویژن (MS. Navision) شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۴:۵۴
تدویر ورکشاپ آموزشی نرم افزار مالی مایکروسافت نویژن (MS. Navision) برای مدیران مالی!

نن شنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام پر ۱۵مه د مرکزي دفتر او کندهار، زابل، تخار، هلمند، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، کنړ، مزارشریف او ډایکنډي ولایتونو مالي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د نویژن سیستم شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو.
د ورکشاپ پرانیسته د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له لوري وشوه، نوموړي ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د رونټيا په وړاندې کولو کې د نویژن سیستم ارزښتناک وباله؛ له کارکوونکو یې غوښتنه وکړه، چې د ښوونکو له تجربو څخه پوره ګټه پورته کړي.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست رییس ښاغلي شبیر احمد عثماني ګډونوالو ته د نويژن سیستم د مایکرو سافټ، چې له یوه بانک څخه بل بانک ته پیسې لېږدوي او نویژن سیستم کې د مطلبونو د راپور ترلاسه کولو په اړه معلومات وړاندې کړل او یاد سیستم یې کارکوونکو ته په کاري برخه کې ارزښتناک وباله. د یادونې وړ ده، چې د یاد ورکشاپ مالي ملاتړ د ناروې  د سره صلیب له لوري کېږي.

 

تدویر ورکشاپ آموزشی نرم افزار مالی مایکروسافت نویژن (MS. Navision) برای مدیران مالی!

 

 

تدویر ورکشاپ آموزشی نرم افزار مالی مایکروسافت نویژن (MS. Navision) برای مدیران مالی!

 

تدویر ورکشاپ آموزشی نرم افزار مالی مایکروسافت نویژن (MS. Navision)

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ډنمارک سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سې‌ شنبه، ۲۸ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې مرستیال، حافظ عزیزالرحمن، د ډنمارک سره صلیب د پروګرامونو او ستراتیژۍ له سلاکارې تینا اګرباک سره وکتل او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

BACK TO NEWS