د افغاني سرې میاشتې‌ ټولنې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې(۱۵) کورنیو ته غیري خوراکي مواد او (۲۰۰۰) زره سېلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایې ووېشل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۱:۴۳
د افغاني سرې میاشتې‌ ټولنې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې(۱۵) کورنیو ته غیري خوراکي مواد او (۲۰۰۰) زره سېلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایې ووېشل!

 د ذوالحجې پر ۳۰ او نن د محرم الحرام پر ۱ لومړۍ نېټه د ارزګان ولایت د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د دغه ولایت ‏په خاص ارزګان ولسوالۍ کې (د آب فران) نومې سیمه کې (۱۵) کورنیو ته غیرې خوراکي مواد او (۲۰۰۰) سېلاب ځپلو کورنیو ته نن او پرون ورځ چې د ذوالحجې ۳۰ او د محرم الحرام ۱ لومړۍ نېټه کېږي، د ارزګان د افغاني سرې میاشتې نماینده ګۍ ریاست رئیس الحاج ثناءالحق "حقاني" صاحب د حوادثو‏ مامور فضل محمد او رضاکارانو له لورې خوراکي او غیري خوراکي توکي توزېع سول چې پکښې لاندي مواد شامل دي.

۱- غیري خوراکي توکي:

۱:۱ خېمه

۴:۲ کمپلان

۱:۳ سیټ د اشپازۍ لپاره

۲:۴ د اوبو لپاره ډبي

۱:۵یو ترپال

۲- غذایې مواد:

(۲۰۰۰) زره کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایاني وویشل سوي.‏دا په داسي حال کې ده، چې دوي ورځې وړاندي د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ د آب "فران" نومې سیمه کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله خلګو ته په زیات شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي، چې له دې جملې د ۵۰۰ کورنو په شا او خوا کې اوبو تخریب کړي دي او د خلګو د استوګنې وړ نه دي.

 

د افغاني سرې میاشتې‌ ټولنې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې(۱۵) کورنیو ته غیري خوراکي مواد او (۲۰۰۰) زره سېلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایې ووېشل!

 

د افغاني سرې میاشتې‌ ټولنې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې(۱۵) کورنیو ته غیري خوراکي مواد او (۲۰۰۰) زره سېلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایې ووېشل!

 

د افغاني سرې میاشتې‌ ټولنې د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې(۱۵) کورنیو ته غیري خوراکي مواد او (۲۰۰۰) زره سېلاب ځپلو کورنیو ته وچه ډوډۍ او ملایې ووېشل!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

BACK TO NEWS