د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس قطر کې د ګڼو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره ناسته ترسره کړه!
د شوال پر ۲۹مه دوحه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس محترم مولوي مطیع الحق خالص او مل پلاوي د جاپان، سعودي عربستان،انګلستان، فرانسې، سویډن، ایټالیا، کاناډا، مالیزیا، هالنډ، امریکا او ناروې هېوادونو استازو ترڅنګ د افغانستان لپاره د سور صلیب او نړیوال فداریسیون له استازو سره ګډه ناسته ترسره کړه. غونډه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغاني سرې میاستې په لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او ترڅنګ یې د افغان ولس اړتیاوې بیان کړې.
دغه راز یې له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره ګډه خپلمنځي همکاري زیاته کړي. یادو مسایلو ته د ګډونوالو لخوا دروند استقبال وشو، ورپسې د ګډونوالو لخوا پوښتل شویو پوښتنو ته د افغاني سرې میاستې رهبرۍ له لوري قانع کوونکي هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.
