هرات کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه!
د افغاني سرې میاشتې د رضاکارانو او کارکوونکو له لوري د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په کلات، نی یک او اسفرز سیمو کې ۳۷ سیلاب ځپلو کورنیو ته غیر خوراکي توکي وویشل شول.
په یاده مرسته کې هرې سیلاب ځپلې کورنۍ ته یوه خیمه، د پخلنځي ۱۳ قلمه توکي، ۷ کمپلې او د اوبو د زخیره کولو توکي شامل وو.
