کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۵۵۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۱۲:۱۰
جمعیت هلال احمرافغاني برای ۵۵۰ خانواده در ولایت کابل مواد غذایی مساعدت نمود!

نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د رمضان المبارک میاشتې پر ۲۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د نماینده ګۍ په انګړ کې د کابل د بېلابېلو ناحیو ۵۰ کورنیو او موسهي ولسوالۍ ۵۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د قطر د سرې میاشتې د روژې پکېج مرسته ووېشل شوه.

د یادونې وړ ده، چې په یاده مرسته کې  د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۱ کیلو مالګه او ۲ کیلو خُرما شامل وو؛ چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال ملانورالدین ترابي او قطر د سرې میاشتې د استازي په شتون کې ووېشل شول.

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د مرستو د وېش پر مهال د قطر هیواد د سرې میاشتې له استازو څخه مننه وکړه او دوی یې لا زیاتو مرستو ته و هڅول.

 

جمعیت هلال احمرافغاني برای ۵۵۰ خانواده در ولایت کابل مواد غذایی مساعدت نمود!

 

جمعیت هلال احمرافغاني برای ۵۵۰ خانواده در ولایت کابل مواد غذایی مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS