د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست مرستیال په کابل کې د نړیوال فدرېشن له رییس سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۹ - ۳:۴۹
معاون جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی در كابل دیدار نمود.

نن یکشنبه د روان ۱۴۴۳ کال د روژې مبارکې میاشتې پر ۱۶ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملانورالدین ترابي په کابل کې د نړیوال فدریشن له رییس ښاغلي نیسفور سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدریشن د کړنو او لا غوره همغږۍ په اړه خبرې وشوې، چې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملانورالدین ترابي د سرې میاشتې د کړنو د پراختیا او اړتیاوو په اړه مالومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، افغاني سرې میاشتې ټولنې په اووه زونونو کې اووه مرستونونه جوړ کړي، په هر مرستون کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کونډې، یتیمان او معلول وکړي ساتل کېږي، چې ټولې آسانتیاوې ورته چمتو شوې دي. همدارنګه د پېښو پېښځپلو ته رسېدنه هم د سرې میاشتې مسوولیت ګنل کېږي، سره میاشت کوښښ کوي ترڅو د وکړو اړتیاوې، چې تېر ته په کتو ډېرې لېدل کېږي حل کړي.

ورپسې د نړیوال فدراسیون رییس ښاغلي نیسفور وویل، د سرومیاشتو نړیوال فدریشن له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ کوښښ کوي تر څو د اړمنو د ستونزو د هواري په موخه مرستې پیل او د مرستو د بهیر د کړندیتوب لپاره د افغاني سرې میاشتې د کار کوونکو ظرفیت لوړ کړي.

 

معاون جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی در كابل دیدار نمود.

 

معاون جمعیت هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی در كابل دیدار نمود.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

BACK TO NEWS