لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۷:۱۲
لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر ۲۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د لوګر ولایت برکي برک او څرخ ولسوالیو ۸۰۰  اړمنو او بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته د افغانې سرې مياشتې ټولنې د لوګر ولایت نماینده ګۍ په انګړ کې ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د ترکیې هيواد د خلکو له لوري چمتو شوې وه؛  هرې کورنۍ ته پکې۳ کيلو ترميده اوړه، ۵ ليتره غوړي، ۴ کيلو عدس، ۵ کيلو لوبيا، ۴ کيلو نخود، ۵ کيلو وريژې، ۴ کيلو مکروني، ۴ کيلو د غنمو وریژې یا ورغستلي، ۴ کيلو منصور دال،۷۵۰ ګرامه مالګه، ۷ کيلو بوره، ۵۰۰ ګرامه آش، ۷۰۰ ګرامه بیسکېت،۱۶۰۰ ګرامه رُب، ۲۰۰ ګرامه د شيدو قهوه او ۳۶۰ ګرامه مربا شامل وو.

 

لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

لوگر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د کابل ښار اړوند د اوومې ناحيې د چهلستون غره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۷:۵۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۲۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۷۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS