کونړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۲۳۳ کورنیو سره مرسته ترسره شوه!
نن دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۲ مه، چې د ۱۴۴۳ سپوږمییزکال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۰ مې نېټې سره سمون خوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کونړ ولایت غازی آباد ولسوالۍ۲۳۳ اړمنو او بې سرپسته کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه . یاده مرسته، چې د الخدیجه الکبرا خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه؛ په خوراکي توکو کې هرې کورنۍ ته ۶۰ کیلو اوړه، ۷کیلو نخود او په غیر خوراکي توکو کې ۴ جوړه جامې، ۲ جاکټونه، ۲ تختې کمپلې او یو جمپر شامل وو
