د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي سره وکتل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۳:۱۴
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي سره وکتل!

نن شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي  ښاغلي احمد العثماني سره په خپل کاري دفترکې لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د قطرهېواد د سرې میاشتې د استازي له لوري په کابل کې د اړمنو او بېوزلو وګړو لپاره د روژه ماتي، د سترګو پر ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې، د کندهار ولایت  په ډنډ ولسوالۍ کې د یو باب کلینیک جوړولو او د یاد کلینیک د یوکلن تمویل، او هغو ۱۱۰۰ کورنیو سره د ژمنۍ مرستې، چې ژمنه یې پخوا شوې وه د مرستې او همکارۍ په هکله خبرې او  بحث وشو.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملانورالدین ترابي د قطر د سرې میاشتې له لوري د یادو مواردو په هکله د چمتووالي څخه مننه وکړه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري یې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي سره وکتل!

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال په کابل کې د قطر د سرې میاشتې له استازي سره وکتل!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS