کندز؛ د ۳ روغتیايي بستونو لپاره له ۴۸ تنو نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۱۳
K

چهارشنبه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز او مرستون آمریت لپاره د ٣ روغتیايي بستونو لپاره د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه تحریري ازموینه واخیستل شوه.

دې ازموينه کې د رواني ناروغیو معالج ډاکتر، داخله ډاکټر، د ښځینه‌ وو څانګې لپاره د رواني داخله ناروغیو ډاکتر بستونه شامل وو.

یاده ازموینه چې د آزادې سیالۍ په ترڅ کې ترسره شوه، ۴۸ تنو نارینه او ښځینه نوماندانو پکې ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پوښتن‌ پاڼو تر ارزونې وروسته به د بشپړ عدالت او روڼتیا له مخې مخکښ نوماندان په ګوته او پر یادو بستونو وګمارل شي.

افغاني سره میاشت دا ډول ازموینې د شفافیت د تأمین لپاره ترسره کوي؛ څو وړ او مسلکي اشخاص جذب او د روغتیايي خدمتونو کچه پیاوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۱۴
Background image

د مشعل بیات ښوونځي پر ۱۰۶۵ زده‌ کوونکو قرطاسیه او بکسې ووېشل شوې

چهارشنبه، ۷ جمادى الاخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې ادارې اړوند د کابل مشعل بیات ښوونځي پر ۱۰۶۵ زده‌ کوونکو قرطاسیه او بکسې ووېشل شوې.

د یادو توکو د وېش مراسمو کې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۱۳
Background image

کندز؛ د ۳ روغتیايي بستونو لپاره له ۴۸ تنو نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

چهارشنبه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز او مرستون آمریت لپاره د ٣ روغتیايي بستونو لپاره د وړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د بریتانیا سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

چهارشنبه، ۷ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو له اجرائیوي مشر ریچارډ بلویټ، د افغانستان او پاکستان لپاره. . .

BACK TO NEWS