هلمند؛ د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول
یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ۱۸ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول. دا غړي به د خپلو سیمو د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکې په پیاوړتیا او د اړمنو خلکو د ستونزو او اړتیاوو په پېژندلو او شریکولو کې فعاله ونډه ولري.
د ولایتي مجامعو غړي د خپلو سیمو د خلکو ستونزې او غوښتنې افغاني سرې میاشتې ته رسوي او له دې ادارې سره د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو کورنیو په اړه معلومات شریکوي.
د نویو غړو د ثبت پر مهال په ولسوالیو او ناحیو کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره غونډې وشوې او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او د ولایتي مجامعو د غړو د دندو په اړه معلومات ورکړل شول.
