هلمند؛ د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۴۹
H

یکشنبه، ۴ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ۱۸ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول. دا غړي به د خپلو سیمو د خلکو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د اړیکې په پیاوړتیا او د اړمنو خلکو د ستونزو او اړتیاوو په پېژندلو او شریکولو کې فعاله ونډه ولري.

د ولایتي مجامعو غړي د خپلو سیمو د خلکو ستونزې او غوښتنې افغاني سرې میاشتې ته رسوي او له دې ادارې سره د طبیعي پېښو پر مهال د زیانمنو کورنیو په اړه معلومات شریکوي. 

د نویو غړو د ثبت پر مهال په ولسوالیو او ناحیو کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه ‌ییزو مسؤولینو سره غونډې وشوې او د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو او د ولایتي مجامعو د غړو د دندو په اړه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل؛ له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له ۱۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

په دې مرسته کې هرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۰:۴۹
Background image

هلمند؛ د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول

یکشنبه، ۴ جمادی ‌الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ۱۸ ولسوالیو او ۸ ښاري ناحیو کې د ولایتي مجامعو ۱۳۰ نوي غړي ثبت شول. دا غړي به د خپلو سیمو د خلکو او افغاني سرې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۲۲
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

یکشنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۶۲۱۷ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS