کابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۱۲۲۵) سروې شویو اړمنو او بېوزله کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پای ته ورسېده!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۵:۱
مساعدت جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت کابل برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند به پایان رسید!

نن شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري (حمل) میاشتې پر ۶ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د سرې میاشتې نمایندګۍ په انګړ کې د بېلابېلو ناحیو ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

په یاده مرسته کې د چین هېواد د سره صلیب له لوري ۵۰ کیلو اوړه او دافغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ۴ چکۍ صابون، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو مالګه چمتو شوې وو ووېشل شول.

د یادونې وړ ده، چې دا لړۍ د کابل ولایت ۱۲۲۵ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د ۳۰۰ کورنیو ته پیل شوې وه، چې همداراز د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر لومړۍ او دوهمه نېټه هم درې درې سوه کورنیو ته یاده مرسته وېشل شوې وه نن شنبه د پاتې ۳۲۵ کورنیو ته په وېش سره پای ته ورسېده.

 

مساعدت جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت کابل برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند به پایان رسید!

 

مساعدت جمعيت هلال احمر افغاني در ولايت کابل برای ۱۲۲۵ خانواده نیازمند به پایان رسید!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۱۳
Background image

د شمالي ولایتونو زلزله؛ د ملک سلمان بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسپارله

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

سرپل؛ افغاني سرې مياشتې څه باندې ٣٤٠٠ تنو هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي

چهارشنبه، ١۴ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٥٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۷:۳۸
Background image

جوزجان؛ افغاني سرې میاشتې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کړې ده

سې شنبه، ١٣ جمادى الأولی ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د جوزجان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٥٧٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS