پروان؛ له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۹
P

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو له کمښت سره مخ، له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره د مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې مېرمنې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستې موخه د یادو مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د خوراکي ناامنۍ د اغېزو کمول دي.

ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې او وروستۍ میاشت کې به هم دغو مېرمنو ته د همدې پروګرام په چوکاټ کې ورته نغدي مرسته ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۴:۴۲
Background image

زابل؛ د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو د نویو غړو ټاکل پیل شول

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په زابل ولایت کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکلو بهیر پیل شو، چې په لومړي پړاو کې یې د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۲۳
Background image

بدخشان؛ ۵۰۰ زیانمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار په بېلابېلو ناحیو او کلیو کې ۵۰۰ هغو بزګرانو ته، چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، ۱۱.۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

پروان؛ له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د خوړو له کمښت سره مخ، له ۲۰۰ اړمنو مېرمنو سره د مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې دوه میلیونه. . .

BACK TO NEWS