نن یو ځل بیا د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ولایت د سرې میاشتې نماینده ګۍ په انګړ کې د مرستو د وېش دوام!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲ - ۹:۲۵
ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

نن سع شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل) میاشتې پر دوهمه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل نماینده ګۍ په انګړ کې د پرونۍ وېشل شوې مرستې پر دوام  یو ځل بیا د کابل ولایت د بېلابېلو ناحیو ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ته، چې سروې یې د نماینده ګۍ اړوند کارکوونکو له لوري ترسره شوې وه، د چین هېواد د سره صلیب او افغاني سرې میاشتې څلور قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه او ۴ چکۍ صابون شامل وو، د کابل نماینده ګۍ د رییس ښاغلي مولوي عبدالله "حماد" کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

 د یادونې وړ ده، چې پاتې ۳۲۵ اړمنو او بېوزله کورنیو ته به یاده مرسته په راتلونکو ورځوکې ووېشل شي. 

 

ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

 

ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

 

ادامه کمک های جمعیت هلال احمرافغاني در نماینده گي کابل!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۵:۲۶
Background image

ارزګان؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۳۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

BACK TO NEWS