هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
H

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ډنمارک او د ناروې سره صلیبونو په ملاتړ چمتو شوې وې، چې پکې صابون، شامپو، د اوبو بوشکې، پلاستیکي سطلونه، د ماشومانو د حفظ‌ الصحې توکي او یو شمېر نور اړین توکي شامل وو.

دغه توکي د روغتیایي ستونزو د مخنیوي، د حفظ‌ الصحې د مراعاتولو او له بېلابېلو ناروغیو څخه د ساتنې په موخه پر یادو کورنیو ووېشل شول.

افغاني سره میاشت راستنو شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴
Background image

لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه. . .

BACK TO NEWS