‏ پروان کې د سیلاب ځپلو کورنیو د لاسنیوي په موخه د افغاني سرې میاشتې مرستیال د شینوارو او سیاګرد په ولسوالیو کې د سیلاب ځپلو سیمو له نېږدې لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۵:۴۱
‏ پروان کې د سیلاب ځپلو کورنیو د لاسنیوي په موخه د افغاني سرې میاشتې مرستیال د شینوارو او سیاګرد په ولسوالیو کې د سیلاب ځپلو سیمو له نېږدې لیدنه وکړه!

پروان کې د سیلاب ځپلو کورنیو د لاسنیوي په موخه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د محرم الحرام پر ۱۸مه یاد ولایت کې د شینوارو او سیاګرد په ولسوالیو کې د سیلاب ځپلو سیمو له نېږدې لیدنه وکړه.

نوموړي سیلاب ځپلو وګړو ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره مياشت د دوی خدمت کې ده، ‏تر خپل وس او توان به له دوی سره مرسته کوي او غږ به یې تر مسؤلو چارواکو او نړيوالو رسوي. ښاغلي ترابي سیاه ګرد ولسوالۍ کې له مخورو قومي مشرانو سره هم لیدنه وکړه او د افغاني سرې میاشتې ځایي مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د پندقستان، يخ درې او خېشکو درو ته د سېلاب ځپلو د سروې لپاره ‏ټیمونه ولېږي او زیانمنو ته زر تر زره مرستې ورسوي.

ښاغلي ترابي د شينوارو ولسوالۍ د سېلاب ځپلو سیمو د لیدنې پر مهال زيانمنو کورنيو ته ډاډ ورکړ، چې د تهي کمر، تهي کلا او قاقشال سیمو ۱۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره به پر کړې مرسته سربېره له پاتې زیانمنو کورنیو سره هم ډېر زر مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS