‏ د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د IHH خیریه مؤسسې له مشر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۹:۱۶
‏ د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د IHH خیریه مؤسسې له مشر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل!

د یادې ناستې پر مهال په افغانستان کې د IHH خیریه مؤسسې مشر د ۵۰۰۰ سیلاب ځپلیو کورنیو سره په لسو ولایتونو کې د خوراکي توکو د مرستې د وېشنې په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې دغه خوراکي توکي به په لسو ولایتونو کې هغه خلکو ته ورسیږي چې د وروستیو سیلابونو ‏له امله بېځایه شوي دي.

ددې ترڅنګ یې وویل چې یاده مؤسسه غواړي، پېښو ته د ښې او پر وخت رسیدګۍ په برخه کې ۳۴ روزونکي وروزي تر څو په ټولو ولایاتو کې پېښو ته پر وخت او سمه رسېدنه وشي. ‏په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د یادې خیریه مؤسسې له مشر څخه د مرستو په اړه مننه وکړه، د هر راز همکارۍ او تخنیکي ټیمونو د برابرولو په تړاو یې ډاډ ورکړ.

 

‏ د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د IHH خیریه مؤسسې له مشر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل!

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS