د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د ارزونې لپاره ننګرهار ته سفر وکړ!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د محرم الحرام پر ۲۰مه ننګرهار کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د ارزونې لپاره ننګرهار ته سفر وکړ. نوموړي له هر څه لومړی په ننګرهار ولایت کې د سیلاب ځپلو سیمو د وضعیت د ارزونې په موخه په ختیځ زون کې د افغاني سرې میاشتې له رئیس حفیظ الدین قمري سره ولیدل او خالص فامیلۍ، بیز اکمالاتي او څو ولسوالیو کې د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو حال یې واورید.
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ختیځ زون رییس ته لازمې لارښوونې وکړې او سپارښتنه یې وکړه،چې د سیلاب ځپلو کورنیو دې دقیقه سروې کړي.
