‏ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس او د افغاني سرې میاشتې مرستیال د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو او په ۲۱ نورو ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د لا نورو مرستو په اړه تفصیلي ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۲:۱۹
 ‏ د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس او د افغاني سرې میاشتې مرستیال د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو او په ۲۱ نورو ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د لا نورو مرستو په اړه تفصیلي ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو او په ۲۱ نورو ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د لا نورو مرستو په اړه تفصیلي ناسته ترسره کړه. ‏ناسته کې د بېړنیو مرستو په ښه ډول پر رسولو او د زلزله ځپلو تر څنګ له سیلاب ځپلو کورنیو سره له مرسته کوونکو د مرستو پر جلب خبرې وشوې.

همدا ډول په افغانستان کې د وچکالۍ پر زیادت اندیښنه وښودل شوه او تصمیم ونیول شو، چې بهرني او کورني مرسته کوونکي به هڅول کېږي چې له وچکالۍ ځپلو سره د ‏خوراکي اوغیر خوراکي مرستو تر څنګ دوی سره د څاګانو د کیندلو په برخه کې هم پراخه مرسته وکړي.

ناسته کې ښاغلي "خالص" سپارښتنه وکړه، چې وچکالۍ ځپلو سیمو ته د څاګانو د کیندلو په اړه دې د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست او اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو د شته اړتيا چارې دې

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS