‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د سویل ختیځ زون پکتيا ولايت ته سفر وکړ

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۱۴
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له مل پلاوي سره د سویل ختیځ زون پکتيا ولايت ته سفر وکړ

نن پنجشنبه د ربیع الأول د میاشتې پر ۳۰مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د والي الحاج ملا مهر الله حماد، د بېلابېلو ولايتي رياستونو مسٸولينو او د سرې مياشتې د سويل ختيځ سيمه يز  زون د رئیس په ګډون د اړونده نمایندګیو رئیسانو او کارکوونکو سره د چارو د ښه والي، کارونو کې د چټکتيا رامنځته کولو او اړمنو ته پر وخت د رسېدنې په موخه د ياد زون په رياست کې غونډه  وکړه.
غونډه کې ښاغلي دلاور افغاني سره میاشت يوه بشرپاله، خپلواکه او ملي خيرپاله ټولنه ياده کړه او د يادې ټولنې له لوري د ټول هېواد په کچه د ترسره کېدونکو بشرپاله، روغتيايي او ښوونيزو  فعالیتونو په اړه يې تفصیلي معلومات وړاندې کړل، نوموړي زياته کړه چې د افغاني سرې مياشتې کارکوونکي بايد په پوره اخلاص او صداقت خپل مسٸوليتونه ترسره کړي ځکه چې دوى په داسې يو حساس ځای کې کار کوي چې دنده يې د بې وزلو، اړمنو، بې سرپرسته کونډو او يتيمانو لاسنيوى او مرسته کول دي، که څوک  په دې برخه کې ناغيړي کوي، هغه به د الله ، د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم او بنده ګانو پر وړاندې مسٸول وي.
همدا راز د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رٸيس د یادې تولنې مسئولینو ته د چارو د لا ښه والي په موخه د  لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د جوړېدو هيله هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

پروان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۰۴۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پنجشېر؛ د کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې د ۱۹ کارکوونکو او رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په. . .

BACK TO NEWS