‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د فرانسويانو شفاخانې له سر طبيب او مل پلاوي سره وليدل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۵:۱۱
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د فرانسويانو شفاخانې له سر طبيب او مل پلاوي سره وليدل

نن سه شنبه د جمادي الأولى د میاشتې پر ٣ مه ، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د فرانسويانو شفاخانې له سر طبيب ښاغلي ډاکټر طارق رحيمي او د مل پلاوي سره د زړه پر رنځ د اخته ناروغانو په درملنه کې د لا ډېرو معياري خدمتونو د وړاندې کولو، د عملياتو پروسه کې  د چټکتيا په رامنځته کېدو، د درملنې د لګښتونو په برخه کې د تخفيف او يو لړ مهمو موضوعاتو په اړه ناسته وکړه.

د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس د يادې شفاخانې له لوري د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو مننه وکړه او د طبابت په سپېڅلي مسلک کې ېې د اخلاص او صداقت پر ارزښت د خبرو ترڅنګ ټينګار وکړ چې د فرانسويانو شفاخانه دې د افغاني سرې مياشتې له لوري د ور پېژندل کېدونکو د زړه سوري په رنځ د اخته ناروغانو درملنه کې لا ډېر معياري او غوره خدمات وړاندې، مغلق او سختو عملياتو کې دقت ته لومړيتوب  او د لګښتونو په برخه کې دې تخفيف په پام کې ونيسي ځکه ددې ناروغانو د ژوند په ژغورلو کې زمونږ ګډې هڅې په صدقه جاريه کې حسابيږي.
ورپسې ښاغلي رحيمي د فرانسويانو شفاخانې د روغتيايي فعاليتونو او خدمتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او ياده يې کړه چې د زړه سوري په رنځ د اخته ناروغانو لپاره د ساده او مغلقو عملياتو د ترسراوي په برخه کې د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو په لرلو سره معياري او غوره روغتيايي خدمتونه وړاندې کول زمونږ په لومړيتوب کېقرار لري.
دا راز د يادې شفاخانې استازو د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس ته د زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او د شوي تفاهم ليک په اړه خپل وړانديزونه او ستونزې واورولې چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د حل ډاډ ورکړ شو. 
https://t.me/ARCSAfghanistan

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

۷ قلمه نشراتي توکي چمتو کول داوطلبۍ ته وړاندې شول

 

پنجشنبه، ۱ جمادى الأولی ۱۴۴۷ 
د ‎افغاني سرې میاشتې اړوند د اطلاعاتو او خپرونو ریاست لپاره د ۷ قلمه بېلا بېلو نشراتي توکو د چمتو کولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د تهیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۵:۵۸
Background image

امريکا کې مېشت افغان د کونړ زلزله‌ځپلو سره مالي مرسته افغاني سرې مياشتې ته وسپارله

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
يو افغان هېوادوال چې دا مهال په امريکا کې اوسيږي، د انساني همدردۍ او هېوادنۍ مينې پر بنسټ د کونړ زلزله ځپلو کورنيو د لاسنيوي او ورته د ژوند لومړنيو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۵:۳۷
Background image

کندهار؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړه

پنجشنبه، ۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال، ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو له انځرګي پنډغالي څخه لیدنه وکړه او د کډوالو وضعیت. . .

BACK TO NEWS