۱۰۷ سوالګرو کورنیو سره د بانکي حسابونو له لارې څه کم پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۸:۳۰
۱۰۷ سوالګرو کورنیو سره د بانکي حسابونو له لارې څه کم پنځه سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۶ محرم الحرام ۱۴۴٧
 د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ او کاپيسا ولایتونو له ۱۰۷ سوالګرو (بېرونيو مشمولینو) کورنيو سره د عزیزي بانک له لارې د څلور سوه او اته اتیا زره (۴۸۸،۰۰۰) افغانیو نغدي مرسته وشوه.
دا کورنۍ چې د يادو ولايتونو په مرکزونو او ولسواليو کې مستحقې پېژندل شوې وې، تر تثبیت وروسته ورته د بانکي حسابونو له لارې د سرطان میاشتې نغدي مرسته حواله شوه.
په لېږل شوې مرسته کې ګڼ نفوس لرونکو کورنیو ته د کورنۍ په سر ۵۰۰۰،  منځني نفوس لرونکو کورنيو ته ۴۰۰۰ او کم نفوس لرونکو ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په ننګرهار، غزني، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۴۹۹ سوالګرو کورنیو ته څه د پاسه دوه میلیونه افغانۍ د بانکي حسابونو له لارې حواله شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۶:۵۵
Background image

د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه

 

پنجشنبه، ۲۳ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې ځانګړې اونۍ پرانيست غونډه د عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د ا.ا.ا د ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۴
Background image

د مالي ریاست د راپورونو د بېلانس شیټ د ارزونې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
دغه ناسته چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، موخه یې د افغاني سرې میاستې د مالي ریاست د ۱۴۰۳لمريز کال د راپورونو د بېلانس شیټ ارزونه (مالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۱۶
Background image

د ځانګړې اونۍ پرانیست غونډې ته د چمتووالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۲۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سکرتر جنرال د عملیاتي مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS