کونړ کې له ۲۱۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لمریزې برښنا اړوند توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۹:۳۴
کونړ کې له ۲۱۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لمریزې برښنا اړوند توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۵ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د ‎افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۲۱۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د برښنايي اسانتياوو د برابرولو په موخه د لمریزې برښنا اړوند ۷ قلمه توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو سولري تخته، بطرۍ، باد پکه، کنټرولر، لس متره برقي تار، ۳ بوتله تېزاب او دوه څراغونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم په یاد پنډغالي کې پر ۶۶ زلزله ځپلو کورنیو د لمریزې برښنا اړوند توکو مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS