کونړ کې له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لمریزې برېښنا اړوند توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت، نورګل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره په جوړ شوي پنډغالي کې له ۲۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د هغوی د برېښنايي اسانتياوو برابرولو په موخه د لمریزې برېښنا اړوند ۴ قلمه توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته یو باد پکی، سولري تخته، بطرۍ او یو څراغ ورکړل شو.