کونړ کې له ۱۷۷ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
پنجشنبه، ٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسواليو پر ١٧٧ هغو مېرمنو، یو میلیون، اته سوه اته پنځوس زره او پنځه سوه (۱،۸۵۸،۵۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې د وروستۍ زلزلې له امله يې د کورنۍ سرپرستانو خپل ژوند له لاسه ورکړى وه.
مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، څو د ژوند اړتياوې پرې پوره او تر يو حده يې اقتصادي ستونزې حل شي.
