کونړ کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۱۷۵ کورنیو نږدې ۲۷ ټنه خوراکي مرسته ترلاسه کړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۹:۳۳
کونړ کې د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ ۱۷۵ کورنیو نږدې ۲۷ ټنه خوراکي مرسته ترلاسه کړه

سې شنبه، ۱۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت، د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند په مزار دره کې له ۱۷۵ زلزله ځپلو کورنیو سره ۲۶.۸۶۲ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ترکیې سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱۵۳.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۸ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۲ کیلو مالګه او ۵ پاکټه بیسکټ پکې شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته یوه د روغتیا ساتنې بسته هم ورکړل شوه.
د دې مرستې په ترلاسه کولو سره به یادې کورنۍ وکولی شي، څو خپلو ورځنیو اړتیاوو ته په منظمه توګه رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې پر ۷۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۱۰۷ ټنه خوراکي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر مهال، د هېوادوالو د خدمت، ژغورنې او لاسنیوي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

BACK TO NEWS