کونړ ولايت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې د ختیځ او جنوب لويديځ مرکزي زونونو مالي، اداري او د عوایدو مدیرانو ته اووه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسیدلو!
نن شنبه، د جمادی الثانی په ۶مه، د ختیځ ﺯون؛ (ننګرهار ، کونړ ، لغمان ، او نورستان ) ولايتونو ، او جنوب لوېديځ مرکزي زونونو مالي او اداري، او د عوایدو مدیرانو ته د نړیوال فدراسیون په مالي مرسته او د عوايدو عمومي مدير محترم عبدالبشیر، د بانکي انتقالاتو مدیر قدرت الله، د ډونرانو کارمند نور علم او د پوهنتون محترمو استاذانو په تخنیکي مرسته د شفافیت، حساب ورکونې اومالي لارښود ترعنوان لاندې اووه ورځنی ورکشاپ، د افغاني سرې مياشتې د مالي رياست رئيس ښاغلي شبیر احمد عثمانی او د ډونرانو مالي مسؤل محترم بشیر راز په اړينو او ارﺯښتمنو سپارښتنو او د تصدیق پاڼو په ويش پايته ورسيد.
