کونړ؛ له ۳۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو لړۍ بشپړه شوه
دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کونړ ولایت کې له ۳۰۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو د وېش لړۍ، چې پرون پیل شوې وه، نن په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاتې کورنیو لپاره د مرستو په وېش سره بشپړه شوه.
د دې لړۍ په لومړۍ ورځ د اسعد آباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۵ کورنیو ته ۲ میلیونه او ۳۲۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.
نن د ناړۍ ولسوالۍ ۲۸۴۵ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته ۴۲ میلیونه او ۶۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې، چې له دې سره د ۳۰۰۰ کورنیو لپاره د ۴۵ میلیونه افغانیو د مرستو وېش بشپړ شو.
دا نغدي مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وې، چې موخه یې د بې ځایه شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول وو.
یادو کورنیو د افغاني سرې میاشتې له بشردوستانه خدمتونو څخه د مننې ترڅنګ دا مرستې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزمنې وبللې.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د بې ځایه شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ستونزو د راکمولو لپاره پر وخت بشري مرستې برابرې کړي.
