کونړ؛ د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه
چهارشنبه، ۱۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په بحرآباد کلي کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال د جوړولو پروژه پیل شوه.
د دغې پروژې له لارې به ۶۹ کاریګر په کار وګومارل شي او د کار په بدل کې به نغدې پیسې ترلاسه کړي.
په دې پروژه کې د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړول شامل دي، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د بحرآباد کلي کرنیزې ځمکې د سیلابونو له احتمالي زیانونو څخه خوندي شي.
دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلي کېږي او موخه یې د کار په بدل کې د نغدو پیسو له لارې د زیانمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ او د استنادي دېوال په جوړولو سره د کرنیزو ځمکو خوندي کول دي.
افغاني سره میاشت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژو له لارې د زیانمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوي او د عامه او شخصي شتمنیو په ساتنه او د طبیعي پېښو د زیانونو په کمولو کې هم ونډه اخلي.
