کندهار!
د پېښو او ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د افغاني سرې میاشتې د فعالیت برخه ده. له همدې امله د افغاني سرې میاشتې له لوري نن د ربيع الأول پر ۱۸مه، د کندهار ولايت د تخته پل ولسوالۍ د بېلابېلو کليو ۳۵ رضاکارانو ته د پېښو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه، ترڅو وکړای شي د پېښو او ساري ناروغیو پر وخت وګړو سره مرسته وکړي.

