کندهار کې نن هم ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!
د کندهار ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا هغو ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه، چې وچکالۍ او جنګ ځپلي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شوي. په تېرو څو ورځو کې د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته ویشل شوې. ټاکل شوې، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به په راتلونکو څو ورځو کې ۱۰۰۰ نورو کورنیو ته هم مرسته وویشل شي.
په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بیسکویټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې.
