کندهار کې د سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا ۵۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۸ - ۹:۵۴
برای ۵۰۰ فامیل دیګر در ولایت کندهار مساعدت توزیع گردید!

د کندهار ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري نن یو ځل بیا هغو ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته وویشل شوه، چې وچکالۍ او جنګ ځپلي او یا له خپلو کورونو بې ځایه شوي.

یاده مرسته د تېرو ورځو په تعقیب نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۷مه د سرې میاشتې له لوري د جنوب زون د رییس ښاغلي اختر محمد خادم او د کندهار د نمایندګۍ د رییس ښاغلي فیض الله فیضي په شتون کې وویشل شوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو څو ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۱۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته هم هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې وویشل شي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بیسکویټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به له کندهار وروسته په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۹:۰
Background image

بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۷:۵۷
Background image

پروان؛ یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرستون کې یوې داخلي مشمولې کورنۍ ته د غیر خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه.

په دغې مرستې کې شپږ کمپلې، شپږ توشکې، شپږ. . .

BACK TO NEWS