کندز کې ۱۳۱۰ راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۳:۵۰
K

دوشنبه، ۲۴ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولاپت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۱۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه.

دغه مرسته د ازبکستان هېواد په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۸ کیلو وریژې، ۹ کیلو بوره، ۹.۵ کیلو مکروني، ۳۸ پاکټه آش، ۵ کیلو بیسکوېټ، د حفظ‌ الصحې توکي او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شول.

یاده مرسته د راستنو شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت د راستنېدونکو هېوادوالو لاسنیوی خپل بشري مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي د بشري مرستو له لارې د هغوی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۳
Background image

لوګر، هلمند، غور؛ ۱۶۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې ۸۰ تنو، د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې ۴۰ تنو او د غور ولایت په تولک ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۶:۱۸
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۶۷۹ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS