کاپیسا کې د کور چت نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۲۸ شوال ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د سرکدر کلي له هغې کورنۍ سره ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې د کور د چت د ناڅاپي نړېدو له امله زیانمنه شوې وه.
دغه مرسته د بېړني لاسنیوي او د بشري همدردۍ په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د طبیعي او ناڅاپي پېښو پر مهال اړمنو هېوادوالو ته مرستې پر وخت او په اغېزناکه توګه ورسوي.
