کاپیسا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري پر ۳۵۰ اړمنو او بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۶ - ۱۰:۴۵
جمعيت هلال احمر افغاني براي ۳۵۰ خانواده مستحق در ولايت كاپيسا مواد غذايي توزيع نمود!

د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د کاپیسا ولایت په( اله سای)ولسوالۍ کې ۳۵۰ اړمنو، بې ځایه شویو او طبیعي پېښځپلو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د خوراکي توکو مرسته، چې په کې ۲۵ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو دال، ۷ کیلو نخود، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو چای او ۱۰ لېټره غوړي شامل وو.

یاده مرسته چې د آلمان د سولې کلي له لوري چمتو شوې وه د کاپیسا ولایت د استازولۍ د رییس ښاغلي مطیع الرحمن "ضیا" او اړوندو کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې ووېشل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS