کابل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۸
کابل!

افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ نور ناروغ ماشومان پلازمېنه کابل کې نن د دوشنبې په ورځ د جمادی الثاني پر ۱۶مه آریانا او فرانسویانو روغتونونو ته د عملیات او درملنې په موخه ور وپېژندل. افغاني سرې میاشتې په تېرو څو میاشتو کې پلازمېنه کابل کې د زړونو د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۴۲ ناروغ ماشومان ور پېژندلي. د سوري زړه په ناروغۍ د هر اخته ناروغ لګښت له ۲۱۰۰۰۰ تر ۷۵۰۰۰ افغانیو پورې دی چې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. ددې تر څنګ د درملنې پر مهال د ناروغ او د ناروغ د پایواز لګښت هم افغاني سره میاشت تادیه کوي.

 

کابل!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS