کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د سعودي عربستان راغلې مرستې ویشل پیل شول!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱ - ۲۰:۲۷
روند توزیع مساعدت کشور عربستان سعوی از طرف جمعیت هلال احمر افغانی آغاز گردید!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي په لومړۍ نېټه په کابل کې د سعودي عربستان د سرپرست سفیر استاد مشعل الشمري او د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص له لوري افغانستان ته د سعودي عربستان د راغلو مرستو وېش ۲۰۰ بېوزله کورنیو ته د موادو پر وېشلو پیل شو.

د یادې مرستې د وېش د پیل پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص له سعودي عربستانه د مننې په ترڅ کې وویل، چې "افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د هېواد په روان بد وضعیت کې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي او په همدې موخه یې دا مهال په ګڼو هېوادونو کې د مرستو لړۍ چټکه کړې ده. نوموړي وویل، چې افغاني سره میاشت به د سعودي عربستان له لوري ټولې کېدونکې مرستې په پوره شفافیت تر اړمنو کورنیو ورسوي". د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص پر نړیوالو خیریه ټولنو غږ وکړ، چې "افغانانو ته دې د مرستو لاس ورکړي؛ ترڅو افغانستان له روان اقتصادي رکود څخه وژغورل شي".

د یادو مرستو د وېش د پرانیستې په دې مراسمو کې د سعودي عربستان سرپرست سفیر استاد مشعل الشمري وویل، چې "په روانو شپو کې د افغاني سرې میاشتې پر اوږو دروند بار پروت دی؛ ترڅو وکولی شي افغانان له بد حالته وباسي. سعودي عربستان به افغانان یوازې پرېنږدي او په راتلونکي کې به افغانستان ته خپلې بشري مرستې ډېرې او پراخې کړي".

یادې مرستې چې تېره اونۍ د سعودي عربستان له لوري په ۶ الوتکو کې راوړل شوې او افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې؛ په کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

ټاکل شوې چې د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري به په یوه اونۍ کې دننه ۲۰۰۰ ټنه نوره مرسته د یاد خیریه بنسټ له لوري د ځمکې له لارې د تورخم او سپین بولدک په سرحدي دروازو کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي .د سعودي عربستان له لوري رالېږلې مرستې به په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۰۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۲۴
Background image

جوزجان کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په جوزجان ولایت کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره دوه قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال او څلور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۶:۱۳
Background image

د شمالي ولایتونو زلزله؛ د ملک سلمان بشري مرستو مرکز افغاني سرې میاشتې ته د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وسپارله

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولى ۱۴۴۷
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

سرپل؛ افغاني سرې مياشتې څه باندې ٣٤٠٠ تنو هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي

چهارشنبه، ١۴ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د سرپل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٥٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS