کابل؛ پر ۳۹ راستنو شوو کډوالو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۵:۴۱
kabull

سې شنبه، ۸ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د کابل ښار بېلابېلو ناحیو ته په راستنو شوو ۳۹ کډوالو کورنیو د بېړني لاسنیوي په موخه اووه سوه اتیا زره (۷۸۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته شل زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئيس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په شتون کې ووېشل شوه.
د يادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې تر دې وړاندې د کابل ولایت په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې زرګونه راستنو شوو کډوالو کورنیو ته نغدي، خوراکي، غیر خوراکي او ژمنۍ مرستې برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۲۳
Background image

نورستان کې د جګړو اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش دوام لري

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش د لړۍ پر دوام ١،٨٠٠ کورنيو ته مرستې ووېشل شوې.

يادې مرستې د افغاني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۸:۱
Background image

تخار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

پنجشنبه، ۶ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار کې پر ۴ راستنو شویو کډوالو کورنیو د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ووېشل شوې.

یادو کورنيو د استوګنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۱۵
Background image

بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه. . .

BACK TO NEWS