کابل؛ پر رواني ناروغانو ژمنۍ البسه ووېشل شوه
پنجشنبه، ۲۹ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پر ۲۲۵ نارینه او ۱۱۸ ښځینه رواني ناروغانو د ژمي د سړې هوا له زیانونو د مخنيوي په موخه ژمنۍ البسه ووېشل شوه.
یاده مرسته کې هر رواني ناروغ ته یو جمپر، یو جوړ بوټان، جرابې او ځینې نور اړین توکي ورکړل شول.
