کابل؛ ننګرهار او کونړ نماینده ګيو د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناستې وشوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۴
K

چهارشنبه، ۲ جمادى لأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ننګرهار اوکونړ ولایتونو په نمایندګيو کې څوکیدارانو ته د اتاقونو، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ دوه جلا جلا ناستې وشوې.

دغه ناستې د افغاني سرې میاشتې د تهیه او تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وې، چې د ۹ ودانیزو شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.

د داوطلبۍ د بهیر له بشپړېدو وروسته به د ګډون کوونکو شرکتونو اسناد د اړوندو اصولو او شرایطو له مخې وارزول شي او د ارزونې د پایلو پر بنسټ به د یادو رغنیزو چارو د ترسره کولو قراردادونه له شرایطو سره برابرو شرکتونو ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۲۳
Background image

پنجشېر؛ د غر ښویېدنې له امله له ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۳ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د عنابې ولسوالۍ په تاواخ کلي کې د غر ښویېدنې له امله له دوو زیانمنو کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

بادغیس کې ۷۵ تنه د ولايتي مجامعو د نويو غړو په توګه وټاکل شول

شنبه، ۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په بادغیس ولایت کې د ولایتي مجامعو د نويو غړو د ټاکلو ۱۸ ورځنی بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د بادغیس ولایت په ۹ ولسوالیو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

کابل؛ د مالي او عوایدو مدیرانو ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۳ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست له لوري، د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ د بلخ، هرات، کندهار او کندز سیمه‌ ییزو زونونو او اړوندو نمایندګیو ۳۰ تنو مالي او. . .

BACK TO NEWS